کورنیو چارو وزارت: د عامه خدمتونو چارواکو غیر مسلکي چلند د منلو وړ نه دی




روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د امنیتي ځواکونو هغه پنځه غړي یې له دندو ګوښه کړي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ساتونکو ته یې ګواښ کړی او یو تن یې وهلی.

ارین وایي، چې د یادې قضیې د ښې څېړنې لپاره یې دا پېښه د ښه تحقیق او قانون پلي کولو په مقصد د داخلي امنیت عمومي ریاست ته معرفي کړې ده.

د یادونې وړ ده، ویل کیږي چې نن سهار د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مرستیال پورې اړوند ساتونکو لومړی د پولیسو یو افسر په موټر وهلی او وروسته یې نوموړی وهلی دی.
 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ