سبا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیلیږي

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، ټاکل شوې چې سبا د مارچ میاشتې په دویمه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پېل شي.

د افعانستان او زمبابوې ترمنځ به یادې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ابوظبۍ ښار په شېخ ذاید لوبغالي کې ترسره شي چې له وړاندې افغان لوبډلې ۲۱ کسیزه لوبډلع اعلان کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو وروسته به دواړه هېوادونه په خپلو منځونو کې درې د شل اورونو لوبې هم ترسره کړي.

له زمبابوې سره د سیالیو لپاره له مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده او افغان کرکټ بورډ سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو د پوره چمتوالي ډاډ څرګند کړی.