امرالله صالح ته د يو سرتيري ليک 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د سهار شپږ نيمو بجو په  ۱۱۳مې ناستې کې ويلي دي چې د سرتيرو ستاينه چې په پلازمېنه کابل کې د ده له خوا کيږي، په ولايتونو کې هم بايد د واليانو له خوا تر سره شي. 

امرالله صالح لېکلي دي چې يو سرتيري ورته  ليک لېکلی او پوښتنه يې کړې، چې مکافات او د سرتېرو نازونه يوازې کابل کې ده که په ولايتونو کې هم؟ هغه سرتېرې چې په ولايتونو کې لاس ته راوړنې لري، هم بايد ونازول شي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد ليک په ځواب کې د ولايتونو له واليانو غوښتي دي چې د ځانګړې شوې بودجې څخه هغه سرتېري چې لاس ته راوړنې لري ونازوي او د کابل  بېلګه ولايتونو کې هم پلې کړي. 

نوموړي د سرتېري په ځواب کې لېکلي دي چې که چېرې د هېواد په سطحه د ټولو هغه سرتېرو ستاينه چې له لاس ته راوړنې لري په پلازمېنه کې وشي، نو دغه کار به اوږد او ډېر وخت نېونکی وي. 

د امرالله صالح په مشرۍ د سهار شپږ نيمو بجو په ناستو کې يو شمېر ملکي او پوځي کارمندان د ښه خدمت په پار ستايل کيږي. که څه هم د سهار شپږو نيمو بجو له ناستو نېږدې درې مياشتې وخت تېريږي، خو بيا هم د نښلونکو ماينونو چاودنې او موخيزې وژنې هغه څه دي، چې د پلازمېنې په شمول ډېری ولايتونو کې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.