شاه محمود میاخېل: طالبان نه شي کولی چې ولسوالیو او ولایتونو ته سقوط ورکړي

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، چې افغان امنیتي او دفاعي  ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې په ښه توګه له خپلو خلکو څخه ساتنه وکړي.

نوموړي چې نن یې کابل کې د افغان ځواکونو یو نندارتون ته خبرې کولې وویل چې هغه تبلیغات ناسم دي چې ګواکي طالبان پیاوړي شوي او د پسرلي په راتګ سره به جګړې سختې کړي. 

میاخېل وایي، چې افغان پوځ پياوړی دی او افغان حکومت د سولې ملاتړ کوي، خو که طالبان د سولې لار نه خپلوي افغان ځواکونه به یې پر وړاندې سخته جګړه وکړي.