اسلام اباد کې د وسله والو په ډزو کې يو مذهبي مشر چې د مولانا فضل الرحمن کس وو له خپل زوی سره وژل شوی 



روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د پاکستان پلازمېنه اسلام کې د وسله والو په ډزو کې د مفتي اکرام الدين  په نوم يو ديني عالم، د هغوی زوی او د مدرسې يو شاګرد وژل شوی دی. 

مفتي اکرام الدين  د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علماء پاکستان ګوند غړی او د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد لاريونونو کې يې برخه اخېستله. تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی. 

دا څو ځل دی چې د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد په شمول په يو شمېر ايالتو کې هدفي وژنې زيات شوې دي. د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت پر وړاندې په دې وروستيو کې سياسي مخالفتونو هم زور اخېستی دی. 

 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ