د خاورې د تخریب عوامل



خاوره د ډیرو عواملو په واسطه تخریبیږي، د تخریب عوامل یې طبیعي، انساني او یا هم حیواني نیرو وي، خو د خاورې د تخریب دوه عمده او چټک عوامل اوبه او باد دي، کوم چې د خاورې په تخریبیدو کې لوی لاس لري، د ځمکې د جاذبې د قوې او د تخریب د همدغو عواملو د موجودیت له وجې د خاورې زرات له خپل اصلي موقیعیت څخه بیلیږي، بیا د اوبو د فشار د قوي او یا د باد د قوې په واسطه وړل کیږي او په بل ځای کې رسوب کوي، د تخریب زیاتوالی او کموالی د اوبو او باد په شدت او حجم پورې اړوند دی، که چیرې اورښت په زیات شدت سره وي، نو ښکاره ده چې تخریب به هم زیات وي او برعکس، که د باد سرعت زیات او خاوره لوڅه وي نو خاوره به ډیره تخریب کیږي، خو که چیرې خاوره نباتي پوښښ ولري او د اوبو او باد سرعت کم وي نو بیا د خاورې تخریب نسبت لوڅو خاورو ته کم تر سترګو کیږي.

په ګران هېواد افغانستان کې د اوبو او باد باوجود د هېواد وګړي د خاورې په تخریب کې هم لوی لاس لري، دوی هغه نباتي پوښښ چې په طبیعي ډول منځ ته راغلی (ځنګلونه او څړ ځایونه) په بې رحمه ډول له منځه وړی او له هم په دې بده کړنه اخته دي، نو کله چې نباتي پوښښ له منځ ځي بیا نو اوبو او باد ته ډیره اسانه وي، چې په زیات حجم خاوره تخریب کړي، نو اوس له دې معلومه شوه چې د خاورې د تخریب لومړنی عامل ممکن انسان وي، ځکه چې د خاورې د تخربیدو لپاره زمینه برابروي او بیا وروسته د نورو عواملو په واسطه په اسانۍ سره تخریب کیږي.

اوسني چټک صنعتي فعالیتونه، د طبیعي منابعو څخه پراخه ګټه اخیستنه او نړیوال سیاستونه هم د خاورې د تخریب عوامل یادولی شو، چې دغه بیا د انسانانو په واسطه رامنځته شوی تخریب بولو، چې په پایله کې یې زیاتې کرنیزې ځمکې په صنعتي، استوګنیزې او شاړو ځمکو باندې بدلې شوي یا هم د کانونو د  رایستلو له وجې لوڅې پاتې شوې، چې په پایله کې يې د کرنیزې او اقتصادي پراختیا مخه نیول شوې، دا او نور هغه عوامل کوم چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول خاوره تخریبږي ورسره په څنګ کې د غذايي توکو تولید هم تهدیدوي، نو په لنډ ډول ویلی شو، چې خاوره  هم د انساني عواملو او هم د طبیعي عواملو په نتیجه کې تخریبیږي، خو اوبه او باد یې زیات تخریبوونکي عوامل ګڼلی شو.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ