نبيل:

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل د انس حقاني هغه خبرو ته غبرګون ښوودلی دی چې تېره ورځ يې د دوحې هوکړې د ماتېدو په صورت کې د جګړې د شدت ويلي وو. 

رحمت الله نبيل د انس حقاني د خبرو په تړاو د داود نجي په نوم د يو کس هغه خبرې راخېستې دي، چې انس حقاني د زلمي خليلزاد له لورې ازاد کړی شو خو  نن بيا هغه حقاني امريکا ته د بريدونو ګواښ کوي. 

رحمت الله نبيل پر ټوېټر لېکلي دي چې کله انس حقاني د زلمي خليلزاد له لورې ازاد شوی وي، نو بيا د ډاکټر غني رول څه شو؟ دی د افغانستان ولسمشر دی او که يو کارمند؟ نبيل لېکل دي چې که داسې شوي وي، نو بيا د پوځ د اعلی سر قومندان رول بې اغېزې شوی دی. 

نبيل د انس حقاني د خوښي کېدو د وخت يو انځور هم خپور کړی او ورته لېکلي يې دي، چې د پوځ اعلی سرقومندان، کومه کلمه چې ډاکټر غني ته ډېره خوند ورکوي، پام کې نه ده نېول شوې او د خليلزاد له خوا انس حقاني خوشی شوی وو.