ایران د اټومي تړون پر سر له امریکا سره خبرې رد کړي

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د اروپايي ټولنې په وړاندیز ایران له امریکې سره د اټومي تړون پر سر له خبرو انکار کړی.

د ځینو اروپایي رسنیو د مالوماتو په اساس چې د اروپایي ټولنې ځینو دیپلوماتانو ورته ویلې چې هڅه کړې ترڅو ایران له امریکا سره خبرو ته کینوي خو ایران دا وړاندیز رد کړی.

ایران وايي هغه مهال خبرو ته حاضرېږي چې د امریکا لخوا پر دوی لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي چې په وینا یې دې برخه کې امریکا تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.