روسیې په افغانستان کې د ریل پټلۍ پراختیا برخه کې هر اړخیزې همکارۍ او پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، حنیف اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو له مرستيال وزیر، الکساندر نیکلایویچ موروزوف سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګري همکاریو په اړه ناسته کړې ده.

 د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ په اقتصادي د همکاریو او پراختیا خبرې اترې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دغه ناسته کې هوکړه شوې ده چې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې تخنیکي ډله به ډیر ژر د تجهیزاتو پیرلو او د کارمندانو د روزنې په ګډون د همکارۍ په اړه، روسیې ته سفر وکړي.