خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته سفر پیلوي

 
 
روهي (دوه نۍ/۱۱ کب)، د افغان سولې د هڅو پع دوام د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی آستازی، زلمی خلیلزاد او کاري ډله یې افغانستان، دوحې او د سیمې یو شمېر نورو هیوادونو ته سفر کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی به له افغان حکومت او طالب آستازو سره د سولې په اړه خبرې وکړي. 

د بایډن ادارې تر واک ته رېدو وروسته دا د خلیلزاد لومړی سفر دی چې افغانستان او د سیمې هیوادونو ته یې کوي.