.jpg)
روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې غواړي له هند سره شته ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
نوموړي زیاته کړې، دوی له هند سره د کشمیر په مسئله کې هم خبرو ته اترو ته لېوالتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې په کشمیر کې باید پر روان بشري وضعیت سترګې پټې نه شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې، پاکستان پر چا د برید پلان نه لري خو که چېرته د بالاکوټ پېښه تکرار شي نو بیا له خپل ځان څخه د دفاع پر چل هم ښه پوهېږي.