امنیت شورا: د سولې پروسه د طالبانو له لاسه ټکنی ده

روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، افغانانو چې د دوحې له هوکړه‌ ليک د سولې او امنيت اړوند کوم لرل نه یې دي تر لاسه کړي. 

ددې شورا  ویاند رحمت الله اندړ وایي، چې دغه تړون تر اوسه پورې يوازې له امریکا سره اوربند يقيني کړی، له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه يوازې تر قتل، جګړو، ترور او وحشت محدوده ده.

د نوموړي په وینا چې لا هم  په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هيله‌ مندۍ څه نه شته، بلکې د بین الافغاني خبرو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده.

اندړ همدا راز زیاتوي چې که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.