طالبان: امریکا دې افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د لومړۍ کلیزې له پوره کیدو سره طالبانو له امریکا غوښتې چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په موخه خپلې ژمنې عملي کړي.

 طالبانو په همدې موخه په یوه خپره کړط اعلامیه کې ویلي چې دوی شوې هوکړې ته ژمن دي، او امریکا دې هم یادې هوکړې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

اعلامیه کې غوښتل شوي چې د سولې بین لافغاني خبرو د چټکتیا لپاره دې  ټول بهرني سرتېري له افغانستان ووځي، د طالبانو پاتې بندیان آزاد او د دوی مشران دې هم له تور لیسته وایستل شي.