صالح: د حزب تحرير په نوم سياسي ګوند ناستې او غونډې نه شي کولی 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د کب)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د امنيتي ميثاق په چوکاټ کې د سهار شپږ نيمو بجو ناسته کې ويلي دي چې د حزب تحرير په نوم  سياسي ګوند فعاليت نه شي کولی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي دي چې ياد ګوند د افغانستان له دولت سره ثبت نه دی؛ ناستې او راټولېدنې يې غير قانوني دي او له دې وروسته د ناستو اجازه نه لري. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې حزب تحرير ګوند د افغانستان حکومت په رسميت نه پېژني او ډېری وخت يې غړي د حکومت او نظام پر ضد څرګندونې کوي. 

امرالله صالح ويلي دي چې د دغه ګوند ځيني غړي له ترهګرو ډلو سره اړيکه لري او دې برخه کې به يې حکومت پر وړاندې اقدام وکړي. 

حزب تحرير په ۱۹۵۳ز کال کې په فلسطين کې د تقي ‌الدین النبهاني په نوم فلسطيني له خوا جوړ او په افغانستان کې يې له ۲۰۰۳ز کال راهيسې فعاليت پيل کړی دی. دغه ګوند د افغانستان دولت په رسميت نه پېژني او په عدليې وزارت کې ثبثت نه دی.