هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې- نظم

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
هغه د مني خړه پړه ورځ وه
نه مو موسکا، نه مو کیسې وکړلې
لکه محشر په غم کاکړه ورځ وه

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
ډېره خپه وې اندیښمنه ناسته
د ستا احساس د پاریدلو نه و
د غم شیبې وې، وې غمجنه ناسته

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
د ورځې پیل د کربلا غوندې و
لکه جسد ته منتظره لحد
هغه میدان د تور بلا غوندې و

هغه وروستې ورځ مې چې ولیدلې
په ټنډه توره لکه شپه غوندې وې
ستا د ګیلو نه ډک د مینې ښایست
بیا هم خوږه وې تکه سره غوندې وې

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
ستا په څېره کې یو داستان پروت و
خو دا داستان د ناهیلیو بیان
بل په کې درد پروت و، خپګان پروت و

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
مینه د نه کړله، جذبه د نه کړه
زه هم بېغمه ومه نه درتلمه
ته هم خاموشه وې کیسه د نه کړه

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
هلته په مېز له تا کتاب پاتې و
یو سپین دسمال د تکو سرو مریو
بل په کې زما او ستا حساب پاتې و

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
د ستا په سترګو کې ژړا انځور وه
ستا په کاغذ باندې د غم توري وو
ستا په قلم باندې غوغا انځور وه

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
په هغه ورځ باندې جهان ړنګ و
زه ستا سیاه پسې را ووتلم
خو مځکه ورانه وه، اسمان ړنګ و
 
هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
داسې ناڅاپه شوې له چمه پټه
بس لکه ورکه برېښنا بیا رانغلې
د سترګو رپ کې شوې صنمه پټه

هغه وروستۍ ورځ مې چې ولیدلې
که ورک کاروان له خپل منزله ورک شوو
بیا مو تر ننه سره ونه موندل
بس تري تم شوو یو له بله ورک شوو