افغان حکومت وایي طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه دي

روهي (یوه نۍ/۱۰ د کب)، د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او په زور واک ته رسیدل غواړي.

مباخېل تازه په یوه مرکه کې ویلي دي چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او دغه ده ددې هوکړې کال پوره کېږي خو په افغانستان کې نه یوازې دا چې جګړې کمې شوې نه دي بلکې لا شدیدي شوې دي. 

دده په خبره افغان حکومت د هر هغه اقدام ځواب کوي چې د هېواد ملي امنیت او خلکو ته ګواښ جوړ کړي، خو سوله یې لومړیتوب ده او طالبانو ته هم په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او له جګړو لاس په سر شي.