د مولوي انصاري تازه فتوا: دا نظام د سمون وړ نه دی؛ پر وړاندې يې پاڅون وکړئ او چپه يې کړئ 

روهي (جمعه/۸ دکب)، د مولوي مجيب الرحمن انصاري په نوم د هرات ولايت د ګذرګاه جامع جومات امام د خپلو تېرو څرګندونو په لړ کې نن ورځ يو ځل بيا د جمعې لمانځه پر مهال د موجوده پر وړاندې توندې څرګندونې کړې دي. 

انصاري جومات پر لمونځ کوونکو غږ کړی دی چې دا نظام د سمون وړ نه دی؛ پر وړاندې يې پاڅون وکړئ او چپه يې کړئ. نوموړي له دې وړاندې هم د حکومت پر وړاندې توندې څرګندونې کړې وي، چې غبرګونونه يې راپورته کړي وو. 

هغه مهال د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ويلي چې نوموړی د سيمې د استخباراتو په لارښوونه دا ډول خبرې کوي. همدا ډول د ملي امنيت رئيس احمد ضيا سراج خبرداری ورکړی وو، چې که مولوي انصاري بيا ځلې داسې خبرې او څرګندونې وکړي، پر وړاندې به يې پرېکړه وشي. 

د مولوي انصاري د څرګندونو په غبرګون کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ويلي وو، چې ولسمشر بايد له هغې سره وګوري او غږ يې واوري. خو د هرشات او يو شمېر نورو ولايتونو ديني عالمانو د نوموړي څرګندونې رد کړي او له حکومت يې خپل ملاتړ اعلان کړی.