د مشرانو جرګه وایي چې روان کال یې د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله کمې غونډې ترسره کړي

روهي (جمعه/۸ د کب)، مشرانو جرګه وایي چې روان مالي کال یې له ځانکړي عادي بودجې ۹۹ سلنه او له پراختیایي بودجې ۹۸ سلنه په مصرف رسولې.

ددې جرګې د دارلانشاء رئیس عبدالمقتدر ناصري وایي روان کال یې په تدارکاتي برخه کې ۱۵ قراردادونه شامل و چې له ډلې ۱۰ بشپړ او پنځه نور یې د مالیې وزارت له لورې د بودجې د تنقیض او کرونا وېروس د خپریدو له امله عملي نه شول.

د نوموړي په خبره چې د ۱۳۹۹لمریز کال پرمهال یې ۱۷۰ شکایتونه څیړلي او رسیده ګي ورته شوې او روان کال یې د ستونزو د حل په موخه ۵۹ عمومي ۶۱۱ نوبتي او ترڅنګ یې ۲۱ د کمیټو غونډې کړې دی چې د کرونا وېروس سربیره چې د دوی په وینا په غونډو یې مستقیم اغېز درلود روان لمریز کال یې ۲۴ قوانین او فرمانونه او ۸ معاهدې طی مراحل او تصویب کړي دي.

د مشرانو جرګې مسؤلین همدا راز زیاتوي چې د روان ۱۳۹۹ لمریز کال پرمهال یې په نړیواله کچه  په پارلماني غونډو کې خپل حضور وړاندې کړی او په ښه توګه یې د افغانستان استازیتوب کړی.