د مخابراتو وزارت وایي، چې روان کال له ۶۰۰ ډېرې دولتي او غېرې دولتي ادارې د نوري فایبر شبکې په مرسته سره وصل شوي

روهي (جمعه/۸ د کب)، د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت مسؤلین وایي چې د روان ۱۳۹۹ لمریز کال پرمهال یې شاواخوا شپږ میلیارده یو سلو یولس میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلي.

 د یاد وزارت مسؤلینو چې ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د روان کال له ځانګړي انکشافي بودجې یې ۴۷ سلنه په مصرف رسولې چې د مالوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې یې ۱۳ پروژې ترسره کړي دی.

خاوري زیاتوي چې د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژي وزارت د افغان ټلیکام شرکت د مخابراتو او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کولو سربیره د نوري فایبر شبکې، مایکروویو شبکې او سټلایټ شبکې کارولو سره پدې بریالی شوی چې د هېواد له 600 څخه ډیرې دولتي او غیر دولتي ادارې د نوري فایبر شبکې له لارې سره وصل کړي.

نوموړي همدا راز زیاتوي چې د ۱۳۹۹ لمریز کال پرمهال د امنیتي ستونزو له امله د نوري فایبر او سلام شبکو ۳۴ مخابراتي دزګاوې تخریب او په ۵۰ نورو نقطو او سیمو کې د یادو شبکو خدمات قطع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت د مالوماتو په اساس تر دا مهاله د افغان تیلیکم نوري فایبر شبکې خدمات د هېواد ۲۵ ولایتونو ته رسیدلي او ددې شبکې له لارې افغانستان د پنځو ګاونډیو هېوادونو سره وصل شوی ترڅو د مالوماتو په لیږد را رالیږد کې اسانیتاوې رامنځته شي.