اسټرالیا له کوربه نیوزیلنډ بله ماتې هم ومنله

 

د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د پنځو شل اوریزه لوبو دوهمه سیالي هم کوربه لوبډلې پخپل نوم کړه.

د لوبلړۍ دغه دوهمه لوبه چې د نیوزیلنډ په یونیویرسیټي اوول لوبغالي کې ترسره شوه، اسټرالیا پکې د ټاس په ګټلو د لومړۍ توپ اچونې فیصله وکړه.
نیوزیلنډ ورته پوره شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځیدو سره د مرټن ګپټېل ۹۷، کېن ویلیمسن ۵۳ او جېمزنیشام ۴۵ ناسوځیدلو منډو پرمټ ۲۱۹ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا ته په توپ اچونه کې کېن ریچرډسن درې، جاي ریچرډسن او ادم زمپه یو ـ یو لوبغاړی وسوځولو.

د ټاکلي هدف په تعقیب اسټرالیاوي توپوهونکو پوره شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې او سیالي یې د څلور منډو په توپیر وبایلله.
اسټرالیا ته په توپوهنه کې مارکوس سټیونېس ۷۸، جوش فهلېپ ۴۵ او ډانېل سمس ۴۱ چټکې منډې جوړې کړې، خو نیوزیلنډ ته بیا په توپ اچونه کې میچل سینتنر څلور او جېمز نیشام دوه لوبغاړي وسوځول.
مرټېن ګپټېل د ۹۷ منډو جوړولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

نیوزیلنډ د پنځو شل اوریزه لوبو په روان سریز کې دوه ـ صفر مخکېوالی ترلاسه کړی، او ټاکل شوي څو د دواړو هیوادونو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه د مارچ پر دریمه د نیوزیلنډ په مرکز ویلیګتن ایالاتي لوبغالي باندې ترسره شي.