پاکستانی جنرال بابر افتخار: اوس د افغانستان دولت په اسانۍ سره نه ويجاړيږي 

روهي (پنځه نۍ/۷ د کب)، د پاکستان د پوځ وياند جنرال بابر افتخار رسنيو سره په خپلو وروستيو خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان حکومت اوس مهال تغير کړی او افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې لپاره هڅې کوي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي  دي چې پاکستان د طالبانو ملاتړی نه دی؛ اوس مهال افغانستان د ۹۰ کالونو افغانستان نه دی؛ دولتي دستګاه يې غښتلې او په اسانۍ سره له منځه نه شي تلی. 

جنرال بابر افتخار دا هم ويلي دي چې پاکستان د يو سوله ييز افغانستان لپاره هڅې کوي او تر ډېره د افغان حکومت مشرانو هم په دې اعتراف کړی  چې پاکستان د سوله ييز افغانستان لپاره همکاري کوي. 
دغه پاکستانی جنرال وايي چې طالبان به دا وړتيا ونه لري چې بيا کابل ونېسي او نه به هم پاکستان په دې برخه کې له طالبانو سره کومه همکاري وکړي.