د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی پاکستان ته تللی

روهي (پنځه نۍ/۷ د کب)، د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی آستازی، محمد عمر داودزی، پر افغان سولې د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی.

ټاکل شوې چې نوموړی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ د پارلمان له مشر او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري او د سولې روان بهیر په اړه به خبرې ورسره وکړي.

عمر دوادزی داسې مهال پاکستان ته ځي چې په وروستیو کې د افغان حکومتي چارواکو په ګډون د افغانستان ځینو سیاسي څیرو هم دې هېواد ته د افغان سولې په برخه کې د هڅو په نوم سفرونه کړي.