(يوه ټکه (لنډه کيسه

په زنګېدلي سر او څښېدلو قدمونو جومات ته را ننوت.
پرته له دې چې اخوا ديخوا وګوري
له ځان سره يې ورو وويل:
- سلاماليکوم!
ناستو خلکو ده ته وکتل او په ټيټ غږ يي سلام وعليک کړ.
دى مخکې تير شو او دويم صف کې ودرېد.
د جمات ساعت سره یې خپل ساعت وکوت.
کېناست، لاسونه یې په ځنګانه کېښودل.
موږ ټول د ملا صاحب راتګ ته منتظر و.
ورنېږدې شوم
ورو مې ٶرته وويل ميرزا اکا څنګه ستړى او خفه يې؟
ده په ګوتو له جاینماز خځلې راټولولې. د سترګو له کونجه يې را وکتل او په ژړغوني غږ يې وويل:
- اسلم زوى مې په جنګ کې لګېدلى خو د راوړلو لپاره يې يوه ټکه هم نه لرم.