دریمه ټېسټ لوبه او د هندي سپینرانو خطرناکه توپ اچونه

روهي (څلور نۍ/ ۶ د کب)، انګلستان د هندوستان خلاف د دریمې ټېسټ لوبې پر لومړۍ ورځ یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې، زیکراولي یوازینی توپوهونکی و چې انګلستان ته یې نیمه سلیزه ووهله(۵۳ منډې یې جوړې کړې).

 د هند لپاره په توپ اچونه کې اشوېن درې خو اکشرپټېل چې پخپله دوهمه نړیواله ټېسټ لوبه کې لوبیږي، شپږ انګلستاني لوبغاړي یې وسوځول.

انګلستان په روانه دریمه لوبه کې ټاس ګټلی او د توپوهنې فیصله یې وکړه خو یاده پرېکړه یې په زیان تمامه شوه.

د څلور ټېسټ لوبو لومړۍ هغه یې انګلستان او دوهمه لوبه بیا هند وګټله، روانه لوبه د سریز دریمه لوبه ده چې ګټل یې هندوستان ته خورا ارزښتمن دي.