اروپايي هېوادونو ایران ته د اټومي فعالیتونو په تړاو نوی خبرداری ورکړی دی

روهي (څلور نۍ/ ۶ د کب)، ځینو اروپایي هېوادونو ایران ته خبرداری ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته دې د څار اجازه ورکړي.

فرانسې، برېتانیا او جرمني په ګډه خپره کړې اعلامیه کې له ایران غوښتي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د خپلو فعالیتونو د څار بشپړه اجازه ورکړي او په دې برخه کې دې ستونزې نه جوړوي. 

یادو هېوادونو له ایران غوښتي چې د اروپايي هېوادونو خبرداریو ته دې جدي پام وکړي او دغه هېوادونه دې سختو اقداماتو ته نه اړ باسي.

ایران څو ورځې وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ایران پر اټومي فعالیتونو د څار اجازه ورکړه، خو دا پرېکړه د ایراني پارلمان له مخالفت سره مخ شوه.