شمیم خان کټوازی: په اداره کې یې د ګمارنو په سر د قومي تعصب تورونه بې اساسه دي

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسؤلینو هغه تورونه بې اساسه وبلل چې ویل کیږي د یادې ادارې د رئیس له لورې په دې اداره کې یوازې د یو قوم خلک ځای پر ځای شوي.

ددې ادارې مشر شمیم خان کټوازي چې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال یې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې په اداره کې یې هیڅ قومي تعصب نه دی پلل شوی او په وینا یې هغه تورونه بې بنسټه دي چې په دې اداره کې د مقررویو پر سر د قومي تعصب په نوم را پورته شوې دي.

نوموړي چې ملت د حساب ورکونې په غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې روان کال یې ددې ادارې ۹۸ سلنه عادي او ۸۸ سلنه پراختیایي بودجه په مصرف رسولي کټوازی وایي، چې د کرونايي وضعیت سربیره یې د ۱۳۹۹ کال په جریان کې د ښاروالیو په عوایدو کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی او د ۲۲ ولایتونو د ټولنیزو ښځینه مرستیالانو په ګډون یې د یوې نوي کړنلارې په اساس ۲۳۲ نوي ولسولان ګمارلي او د سیمه ییزې حکومتوالۍ په برخه کې یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې مسؤلین همدا راز وایي، چې په حواله رسنیو کې هغه راپورونه حقیقت نلري چې یاده اداره د کرېډیټ کارت له درکه (۹۰) میلیونه افغانۍ لګښت لري. 
د مسؤلینو په وینا چې د کرېډیت کارت له درکه د دې ادارې کلنی لګښت یوازې ۳۰ میلیونه افغانۍ دی چې هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته ځانګړی شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وینا چې  د پرانیستي حکومتوالۍ د ژمنو تطبیق، د ښاروالیو بودجې د جوړولو جوړولو پروسه کې د خلکو ګډون زیاتول، او د ښاروالیو عوایدو راټولو د الکترونکي سیستم رامنځته کول یې د روان کال مهمې لاسته راوړنې دي.