روهي (درې نۍ/۵ د کب)، د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي، چې د سولې په خبرو کې به د هېواد په امنیتي ځواکونو هېڅ راز معامله و نشي.
میاخیل وایي، تمه وه چې د طالب زندانیانو د خلاصون او سولې خبرو له پېل سره به تاوتریخوالی را ټیټ او جګړې کمې شي خو برعکس طالبانو د تاویریخوالي په ډېریدو د امتیاز اخیستو فکر وکړ.
د ملي دفاع وزارت مرستیال زیاتوي چې اوس د هېواد ۹۷ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي او دوی د تجهیزاتو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري، دده په وینا چې د افغانستان دفاع وزارت دا مهال ۲۴۰ سترې او کوچنۍ طیارې، کاپي اندازه وسلې، مهمات او نور اړین وسایل په واک کې لري او ګڼ سرتېري یې په هېواد دننه او بهر په پوځي زده کړو بوخت دي.
د ملي دفاع وزارت مسؤلینو د طالبانو هغه ادعا چې د هېواد په ډیره برخه کنټرول لري بې بنسټه وبلله او په وینا یې چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په ۹۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دوی همدا راز زیاتوي چې تېر کال د هیواد په ۷ ولایتونو او ۱۳۲ ولسوالیو کې طالبانو د خپلو ډله ییزړ بریدونو په مټ غوښتل چې یاد ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کړي خو بریالي نه شول.
وروستي