د هرات ديني عالمان د مولوي انصاري په غبرګون کې: امنيتي ځواکونه مسلمانان او غازيان دي 

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، د هرات ولايت د علماوو شورا او د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست په ګډون لسګونه ديني عالمانو د مولوي مجيب الرحمن انصاري د تېرې جمعې ورځې خبرو ته غبرګون ښوودلی او رد کړې يې دي. 

يادو د يني عالمان له اوسني حکومته د ملاتړ په يوې ناستې کې ويلي دي چې د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي او همدا ډول يې د خپل پرېکړه ليک په يوې برخې کې افغان امنيتي ځواکونه مسلمان غازيان بللي دي. 

د هرات ولايت د حج او اوقافو رئيس عبدالخالق حقاني رسنيو ته ويلي دي چې افغان امنيتي ځواکونه د دغه خاورې بچيان دي او ورڅخه ملاتړ د هر افغان دنده ده. 

د هرات ولايت د ګذرګاه جامع جومات خطيب تېره جمعه ويلي وو، چې د اوسني حکومت هر ملاتړ کوونکی يهود دی او په لويه ګناه کې شامليږي.