کاناډا يې پر وړاندې غږ پورته کړی؛ چين د لږکيو (اویغور مسلمانانو) ټول - وژنه کوي 

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، له تېرو څو کالونو راهيسې هغه خبرونه او شنکجنې رسنيزې شوې دي چې د چين حکومت يې په شینجن ایالت کې د لږکيو اویغور مسلمانانو سره کوي. 

تازه د کاناډا د پارلمان تېره ورځ په اکثريت رايو سره يو ليک تصويب کړی چې په هغه کې د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د چين د حکومت پاليسي او کړنلاره ياد هېواد کې د اویغور مسلمانانو ټول - وژنه بلل شوې ده. 

د چين حکومت په شینجېن ايالت کې تر يو مېلېونه اویغور مسلمانان په کمپونو کې په زور اچولي  او له انساني کرامت وراېخوا چارې پرې تر سره کوي. دغه مسلمانان د چينايي ځواکونو له خوا شکنجه کيږي. 

د چين حکومت هم دا مني چې په شينجېن ايالت کې يې د مسلمانانو لپاره کمپونو جوړ کړي دي او زياتوي چې دغه کمپونه په دې پار چې  اویغور مسلمانان سختدريځۍ ته مخه نه کړي او دلته ذهنونه  مېنځل کيږي.