هېواد کې د کرونا ضد واکسين بهير نن ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې رسماً پيل شو 

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، د هندوستان هېواد له خوا افغانستان سره د کرونا ويروس ضد واکسين لومړی بهير نن ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې په رسمي ډول پيل شوی. 

د دغه بهير د پيل په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني، د هېواد لومړۍ ميرمنې، د ولسمشر مرستيالانو، د ولسي او مشرانو جرګې رئيسانو، کابل کې د هندوستان سفير او د کابينې وزيرانو برخه اخېستې وه. 

د عامې روغتيا وزارت چارسمبال وزير وحيد مجروح وويل چې دغه واکسين په لومړي پړاو کې افغان امنيتي ځواکونو او روغتياپالانو ته تطبيق شي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبريالانو، ملي پوځ، ملي پوليسو او ملي امنيت پر استازېتوب د ولسمشر په شتون کې د يادو ارګانونو يو - يو کس ته د کرونا ويروس ضد واکسين ورکړل شو.