امریکا د کرونا وېروس د مړو شمېر تر نیم میلیون واوښت

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، په متحده ایالاتو کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۵۰۰ زره واوښت.
 
د امریکا ولسمشر جو بايډن په همدې مناسبت په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو پر وړاندې یوه دقیقه سکوت اختیار کړ او بیا یې په خپلو خبرو کې وویل چې دوی ددغه وبا د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. 

په امریکا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو سره د غمرازۍ لپاره به همدا راز د یاد هېواد په ګڼو ایالتونو کې د پنځو ورځو لپاره د امریکا بیرغ نیم ځوړند وي.