ولسمشر غني: له وکيلانو  مننه چې بودجه يې تصويب کړه 

روهي (دوه نۍ/۴ د کب) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له غړو څخه د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د تصویب په خاطر مننه کړې. د ۱۴۰۰لمريز مالي کال بودجه نن ورځ تصويب شوه. 

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي،  "د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د مسودې دریمه طرحه د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې شوې وه، چې نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خلکو د استازو له لوري په اکثریت رایو تصویب شوه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه وکړه او هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبلله." 

د ولسي جرګې غړو بودجه دوه ځلې رد کړې وه او په کې يې د سمونونو غوښتنه کوله خو بيا حکومت ويل چې يو شمېر وکيلان د شخصي ګټو او سوداګريزو تړونونو پر اساس بودجه نه تصويبوي.