پاکستان د لوږې له بحران سره مخ دی؛ تازه څېړنه ښيي چې نېږدې ۶۰مېلېونه پاکستانيان وږي دي 

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، پاکستان کې يوه تازه سروې په ګوته کوي چې له ۴۰ بيا تر ۶۲ مېلېونه پاکستانيان چې د ټولو وګړو له ۲۰ بيا تر ۳۰ سلنه برخه جوړوي، له لوږې سره مخ دي. 

د دغه تازه تر سره شوي سروې پر بنسټ د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره پاکستان کې اقتصادي ترنګلتيا چټکه شوې خو د کرونا ويروس په خپرېدو يې زور واخېست او اوس مهال يې پاکستان د لوږې له بحران سره مخ کړی دی. 

د لوږې دغه بحران به پاکستان کې ښځې، ماشومان، بزرګران او نور هغه وځپي چې ورځنۍ چارې تر سره کوي او له وړاندې يې د عوايدو کچه ټيټه ده. 

د پاکستان مخالف سياسي اپوزېسيون يوه ستره نيوکه هم پر عمران خان دا ده چې د خپلې واکمنۍ پرمهال يې پاکستان له بد اقتصادي وضعيت سره مخ کړی دی.