د سعودي عربستان حکومت ددې هېواد ښځو ته په پوځ کې د دندې اجازه ورکړې

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، سعودي عربستان ددې هېواد ښځو ته په پوځ کې د دندې کولو اجازه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې چې یاد ګام د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان لخوا شوی چې دا د عربي نړۍ د لوی اقتصاد د بدلون د پلان يوه برخه بلل شوې ده.

که څه هم په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو
لپاره مبارزه کوونکې نيول شوي دي، خو ویل کیږي چې د سعودي حکومت په دې هېواد کې ښځو ته په ځینو برخو کې د دندو اجازه ورکړې ده.

د راپورونو د مالوماتو په اساس په سعودي عربستان کې ښځو ته په پوځ، رايل سعودي هوايي ځواک، رايل سعودي سمندري ځواک او نورو برخو کې د دندو اجازه ورکړل شوې ده.