کورنيو چارو وزارت خپل ۱۸۶ کارمندان د فساد په تور له دندو ګوښه کړي 

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، کورنيو چارو وزارت ويلي  دي چې ۱۸۶ کارمندان يې د فساد کولو او  فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه او دوسيې قضايي ادارو ته سپارل شوې دي. 

د ۱۸۶ کارمندانو له ډلې ۱۳۵ د لويې لارو کار کوونکي او ۵۱ تنه د کابل د ترافيکو مديريت کارمندان دي. وزارت ويلي دي چې له څېړنو وروسته به پر يادو کسانو قانون پلی شي. 

د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال عبدالصبور قانع ويلي دي چې د خلکو شکايتونو او استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ياد کسان ګوښه شوي او ژر به يې پر ځای  د پوليسو اکاډمي فارغ شوي کسان په دندو وټاکل شي.