عبدالله: د مصالحې عالي شورا يوازې د سولې برخه کې کار کوي؛ حکومت سره په ټکر کې موازي ادارې يې نه دي جوړې کړې 

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د مصالحې عالي شورا اساسي کار او دنده د سولې بهير دی؛ داسې ادارې يې نه دي رامنځ ته کړي چې له حکومت سره موازي جوړښتونه وي. 

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د مصالحې عالي شورا د پراختيايي او مرستو د رانېونې چارو کمېسيون د پرانېستي په مراسمو کې کړي دي. 

عبدالله عبدالله ويلي دي، "دلته هېڅ کار له حکومت سره په ټکر او موازي ډول نه دي؛ د هر کمېسيون کار او تمرکز د سولې پر بهير دی."

عبدالله عبدالله دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د ملي پخلاينې شورا دننه د يو شمېر کمېسيونونو جوړول له حکومت سره د موازي ادارو په ډول تصور شوي دي.