د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت کابل کې د بمي چادونو له نوي تخنیک پرده پورته کړي

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی معاونیت وایي، چې کابل کې وروستۍ چادونې په سړکونو کې د ځانګړي تخنیک له لارې د بمونو د ځای پر ځای کیدو له امله کیږي.

د یاد ریاست په وینا چې "طالبان د سړکونو پر سر د خپلو ولاړو موټرو څخه په ګټې د یو ماشین په وسیله چې له پاکستان یې راوړی د بمي چادونو لپاره سوري جوړوي او له همدې لارې په یادو ځایونو کې بمونه ځای پر ځای کوي."

په همدې موخه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوې چې د کابل د تېرې ورځې بره کي څلور لارې چادونه هم له همدې تخنیک په ګټې ترسره شوې.

د ولسمشرۍ لومړي معاونیت د کابل پولیسو ته امر کړی چې په دې برخه کې دې جدي پلټنې پېل کړي او د تلشۍ په چیک پواینټونو کې دې د یادې آلې د پیدو کیدو لپاره له پوره احتیاط کار واخلي.