افغان حکومت ولسي جرګې ته نوي  نوماند وزیران ور پېژني

روهي (دوه نۍ/ ۴ د کب)، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، چې د ولسي جرګې لخوا د رد شویو وزیرانو پر ځای به ژر نوي نوماند وزیران یادې جرګې ته ور وپېژني.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره داسې مهال ولسي جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو د ور پېژندلو خبره کوي چې له دې جرګې لخوا د پوهنې، ښځو چارو، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رایې نه‌ورکولو نږدې پنځه میاشتې پوره کېږي.

د یادې ادارې مشر فضل محمود فضلي پرون ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې که څه هم ټاکلې موده یاده نه کړه خو په وینا چې حکومت د ولسي جرګې پریکړو ته درناوی لري او هره پر ځای غوښتنه چې د افغان حکومت د تخنیکي اجراتو سره په ټکر کې نه وي، موږ ته د منلو ده.

افغان حکومت داسې مهال ولسي جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو د ور پېژندلو خبره کوي چې  ولسي جرګې په وار وار وزارتونو ته د نویو څېرو د ور پېژندو او د سرپستی د پای ته رسیدو غوښتنه کړې.