ولسمشر غني وایي د سرتېرو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي

روهي (دوه نۍ/۴ د کب)، تازه ولسمشر غني خپلو څرګندونو کې ویلي ضرور ده چې د یو سیاسي حل لپاره ناټو په افغانستان کې په خپلو پریکړو کې دقیقه واوسي.

دده په وینا د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي. 

نوموړي دا څرګندونې په خپله تازه مرکه کې کړي خو دا یې نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي، ده یو ځل بیا د افغان حکومت لخوا سولې ته د چمتوالي ډاډ ورکړی.