يونس قانوني: انجنير صيب حکمتيار!  څه دې چې په تېر کې کړي اوس یو ډول د وجدان عذاب درکوي

روهي (يوه نۍ/۳ د کب)، د ولسمشر پخواني مرستيال محمد يونس قانوني د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د تېرې اوونۍ څرګندونو ته چې د ارګ د محاصرې او پخوانۍ شمال ټلوالې په اړه يې کړې وې، غبرګون ښوودلی. 

محمد يونس قانوني ګلبدين حکمتيار ته ويلي دي چې اوس تاريخ بدل شوی او وخت تغير کړی، خو ته لاس اوس هم په تېر کې پاتې يې. يونس قانوني ګلبدين حکمتيار په نفاق اچونې هم تورن کړی. 

قانوني د خپلو خبرو په يوې برخې کې حکمتيار ته ويلي، "انجینیر صيب (حکمتیار) تاریخ بدل شوی! تاسې په تېر کې پاتې یاست. تاسې له هغه څه چې په تېر کې شوي دي، یو ډول د وجدان عذاب زغمئ."

نوموړي چې نن ورځ يې کابل کې د کب د دريېمې، کابل کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د کابل خلکو د پاڅون کليزې ناسته خبرې کولې، د سولې بهير په اړه ويلي دي چې جمعيت ګوند به د سولې بهير په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او دغه ګوند ډېرې قربانۍ ورکړې دي.