اطلاعاتو کلتور وزارت: د کابل بالاحصار د ودانیو او دیوالونو د بیا ترمیم چارې ترسره کیږي

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د کابل بالاحصار د دېوالونو او ودانيو د ټينګښت او په دې ساحه کې د لرغون پېژندنې پارک د جوړولو په اړوند د همکارۍ هوکړه ليک، د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو له رئیس سره  لاسليک کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه هوکړه ليک پر اساس د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو څانګه د کابل بالاحصار د دېوالونو او ودانيو د ترميم او ټينګښت کار ترسره کوي او دغه راز په دې ساحه کې د لرغون پېژندنې او تفريحي پارک جوړوي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په وینا چې دغه تاريخي وداني چې څه ناڅه ۵۰۰۰ کاله لرغونتيا لري او زياتره د هېواد د شاهانو د قدرت مرکز و او افغانستان لپاره له مهمو تاريخي ودانيو څخه ده چې ۲۰ کاله د ظهيرالدين بابرشاه د واک او سلطنت مرکز و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ددې تړون د لاسلیک پرمهال همدا راز زیاته کړه چې ژر به د افغانستان د نورو تاریخي سیمو چهلستون بڼ، علم ګنج بڼ (د کابل ماشين خانه) او د هرات پنځم څلي د بیا جوړونې چارې هم پيل شي.