له مولوي انصاري د عطامحمد نور ننګه: حکومت دا حق نه لري چې د خلکو غږ چوپ کړي


روهي (يوه نۍ/۳ د کب)، د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وايي چې لکه څه ډول چې د نورو خلکو زړه له دغه نظام او حکومت تور شوی دی، مولوي انصاري هم ښايي د حکومت له کړنو تر پوزې شوی وي.

عطا محمد نور ويلي دي چې ښايي د مولوي مجيب الرحمن انصاري موخه يوازې ځانګړي کسان وي نه حکومت او په تېروتنې به ورڅخه د ټول حکومت کلمه ويل شوي وي. 

نور له ولسمشر غوښتي دي چې په جمهوریت کې بايد د خلکو غږ واورېدل شي؛ له مولوي مجيب الرحمن سره دې ولسمشر وګوري او خبرې دی يې له نېږدې واوري.
 
عطا محمد نور لېکلي دي چې په ديموکراسۍ کې حکومت دا حق نه لري چې د زور او فشار له لارې د خلکو غږ چوپ او خاموشه کړي، بلکې باید وخت ورکړل شي چې غږ يې واورېدل شي. 
 
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور وړاندې ويلي دي چې د هېواد امنيتي زورور ځواکونه له هېواد ساتنه او دفاع کوي خو په ورته وخت کې حکومت باید د نيوکو حوصله ولري.