د پاکستان ډيره غازي خان کې یو وسله وال کس ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې د پنجاب په جنوبي سیمه ډيره غازي خان کې یو وسله وال کس په خلکو ډزي کړي چې ۷ کسان یې وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د مالوماتو له مخې وروسته د سیمې خلکو یاد بریدګر هم وژلی دی.

پاکستاني رسنیو امنیتي چارواکو له قواله ویلې، چې تیره ورځ د پنحاب په ډيره غازي خان سیمه کې یو وسله وال کس د سړک له سره په عامو خلکو ناڅاپي ډزې پېل کړي چې د ۷ کسانو د وژل کیدو ترڅنګ پکې ۱۴ نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا د پېښې علت لا هم مالوم نه دی او نه هم تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت منلی.