د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان لار د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، پاکستاني چارواکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان لار د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ په موخه پرانیستل شوه.

ددې لارې د پرانېستې په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت په خبرپاڼه کې ویلې، چې ددې لارې د پرانیستو سره سم اوس د باروړنکو موټر ترڅنګ عام خلک هم کولی شي چې په یاده لاره تګ راتګ وکړي.

غلام خان بندر چې د پاکستان سره د تجارت لپاره د تورخم او چمن په پرتله لنډه او مهمه لار بلل کیږي، د پاکستان حکومت وایي، چې هیله لري ترڅو ددې لارې د پرانیستو سره به د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې مهم پرمختګونه رامنځته شي.

اخوا د غلام خان بندر له خلاصون سره سوداګر د نورو لارو په پرتله ددې لارې خلاصون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې مهم پرمختګ یادوي.