ملي امنیت ریاست: پر کابل ښار د توغندیزو بریدونو حقاني او داعش ډلې ۵ کسیزه ډله یې نیولي

روهي ( یوه نۍ / ۳ د کب )، ملي امنیت ریاست وایي، په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې او داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو د هستې یوه پنځه کسییزه ډله نیولې ده. 
 
ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو کسانو د کابل ښار پر بیلابیلو ناحیو راکټي بریدونو کې لاس درلوده او په ښار کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول. 
 
ملي امنیت ریاست وایي، نیول شویو کسانو د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر او دعبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو په راکټي بریدونو کې هم لاس درلوده، چې تیره ورځ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې ونیول شول.
 
یاد ریاست یوه ویډیو هم خپاره کړي چې نیول شوي کسان په خپلو جرمونو اعتراف کوي.
 
پر کابل ښار د ړاندو راکیټي بریدونو توغولو د ښار بیلابیلو برخو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولي وه.
 
یادو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.