مصر کې فرعوني هرم (Pyramid) څنګه، چا او ولې جوړ کړ؟ 

مصر د لرغوني تاريخ لرونکی هېواد دی. هلته له ميلاد وړاندې پاچاهانو واکمني کړې چې د فرعونيانو به نوم يادېدل. د فرعونيان ذکر په سپيڅلي قران کريم کې هم شوی دی. مصر کې د فرعونيانو د واکمنۍ د نورو تاريخي او لرغونو نښو - نښانو ترڅنګ يو هم د مصر هرمونه يا اهرام دي. د مصر د هرمونو تاريخ له نن نېږدې پنځه زره کاله او له ميلادي درې زره کاله وړاندې وخت ته رسيږي. په دې اهرام کې ترټولو پخوانی يې د جوزر په نوم دی. جوزر د فرعونيانو د دورې د مصر پاچا وو او ياد هرم د جوزر پر قبر جوړ شوی وو. 

د دغه هرمونو تر شا ډېر رازونه پرته دي. هغه مهال چې پرمختللي وسايل او ټېکنالوژي نه وه، دغه هرمونه له داسې تيږو جوړ شوي دي چې وزن يې تر لس ټنه يا د يو فيل برابر وو. له ميلاد درې زره کاله وړاندې مصر کې د غلامي دود شتون درلود او تر ډېره وخته باور داسې وو چې ياد اهرام په جبر په غلامانو جوړ شوي دي، خو وروستيو موندنو څرګنده کړه چې ياد هرمونه د پيسو په مقابل کې کارګرو جوړ کړي دي. تازه څېړنې ښيي چې يو هرم د شااوخوا ۹۰زره کارګرو په وسيله جوړ شوی چې ۳۰ زره دننه او ۶۰ زره په کې بهر بوخت شوي ياست. 

د هرمونو دروازې له داسې ډبرو جوړې شوې دي، چې وزن يې شل ټنه ته رسيږي، خو له داسې هنر په کار اخېستل شوی دی، چې دغه شل ټنه وزن لرونکې دروازې په يو لاس او کم فشار سره په اسانۍ سره خلاصيږي. د جوزر په نوم هرم په ۲۳ کالونو کې جوړ شوی دی او د لرغون - مودنې اړوند ډېری هرمونه پر يو وخت کې جوړ شوي دي. 

مصر کې د خوفو په نوم يو هرم کې دوه نيم مېلېونه تيږې (ډبرې) استعمال شوي دي. ياد هرم ۱۷ متره لوړوالی لري او هر کال نېږدې ۱۴ مېلېونه کسان يې نندارې ته ورځي. د مصر حکومت هر کال څو مېلېارده امريکايي ډالر د دغه تاريخي او لرغونو هرمونه څه د عوايدو په ډول تر لاسه کوي.