عبدالرب رسول سیاف، د ملا انصاري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي

روهي ( یوه نۍ / ۳ د کب )،عبدالرب رسول سیاف، د ملا انصاري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي" د یو دیني عالم او مفسر په توګه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وایم. د خدای تعالی په ذات قسم کوم چې تاسې په یوې داسې باعزته دنده کې یاست چې په سنګر کې مو د دښمن په مقابل کې یو ساعت شتون د ۶۰ کاله لمونځ کولو سره برابر دی. تاریخ به هېڅکله ستاسې قرباني هیره نه کړي".
 
مولوي مجيب الرحمن انصاري چې د هرات ولايت د ګذرګاه جامع جومات خطيب دی، د تېرې جمعې ورځې په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، چې هر هغه څوګ، که ملکي دي که نظامي؛ چې له دغه نظام ملاتړ کوي ستر ګناه کوي او يهودان دي. 
 
د نوموړي دغه څرګندونو ته د هرات والي وحيد قتالي هم غبرګون ښوودلی او ويلي دي، چې يهود هغه څوګ دي چې افراطي فکر خپروي او د هېواد د ابادۍ مخه نېسي.