روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شیخ رشید احمد ویلي چې له افغانستان او ایران سره پر کرښه د اغزن سیم په لګولو سره امنیتي تدابیرو کې ښه والی او زیاتوالی راولي.
شیخ رشید ویلي، چې افغانستان سره پر پرته ۹۰ سلنه کرښه یې اغزن سیم لګولی او پاتې لس سلنه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې ولګوي.
د پاکستان لخوا د اغزن سیم لګولو سره عامو افغانانو سخت مخالفت څرګند کړی او داسې ویل کیږي چې یاد هېواد د اغزن سیم له تېرولو سره د افغانستان ځیني سیمي هم لاندې کړي، خو افعان حکومت تر اوسه په دې برخه کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
وروستي