امریکا: لا هم له افغانستان د سرتېرو ایستو ته زمینه نه ده برابره

 

روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، متحده ایالات وایي چې له افغانستان د سرتېرو ایستل یې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت پورې اړه لري.

د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین ویلي چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت پورې تړلی کار دی.

هغه وايي، اوسمهال د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او بین لافغاني خبرو کې باید پر مختګ وشي؛ ترڅو له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتلو ته لار هواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ناټو سازمان عمومي منشي یسن سټولنټبرګ هم ویلې و چې تر هغه به په افعان کې خپل حضور ته دوام ورکړي ترڅو چې تاوتریخوالی پای ته نه وي رسیدلی.