دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په ۱۹۹۹ کال په یونیسکو کانفرانس کې په بنګله دیش کې ونومول شوه، او له ۲۰۰۰ کال راهیسې لمانځل کېږي.
د دې ورځې موخه په ځانګړي ډول د هغو ژبو لمانځل دي چې ویوونکي یې لږکي او د یوې سیمې اصلي اوسېدونکي دي. د ملګرو ملتونو بله موخه د حکومتونو او ادارو هڅول دي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعلیم برابر کړي، همدا ژبې په راکړه ورکړه کې وکارول شي او د ورکېدو مخنیوی یې وشي.
د شلمې پیړۍ په پیل کې ګومان کېدو په نړۍ کې به له زرو ډېرې ژبې نه وي. خو د وخت په تېرېدو، د څیړنو او د معلوماتو په زیاتېدو خلک پوه شول چې په نړۍ کې په زرګونو ژبې دي چې ځینې یې لږ او ځینې یې ډېر ویونکي لري.
څېړنې ښيي په نړۍ کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتي ژبې دي. له دې ډلې یې ۲۰۰۰ داسې دي چې په هره یوه یوازې د زرو شاوخوا خلک خبرې کوي.
تر ټولو ډېر خلک بیا په ماندرین (چینایي) ژبه غږېږي چې شمېر یې له ۱.۲ میلیاردو خلکو اوړي.
همدارنګه اسپانوي، انګریزي، هندي، عربي، پورتګالي، بنګالي، روسي او جاپاني بیا په ترتیب تر ټولو ډېر ویونکي لري.
ژبه که څه هم د افهام او تفهیم وسیله ده خو همدغه مورنۍ ژبه د ارواپوهنې له نظره دانسان راتلوونکي کرکټر،شخصیت پيژندنه او مسایلو ته دلاس رسي او دپوهې د کچې په لوړلو کې دپام وړ تاثیر لري.
په مورنۍ ژبه خبرې، زدکړې ، افهام، تفهیم او بالاخره په مورنۍ ژبه هرډول حقونو ته لاس رسی دهر انسان هغه لومړني اساسي حقونه دي چې هم الهي او هم انساني قوانینو هغه نه یوازې خوندې کړي بلکې حکومتونو ته یې هم دپاللو سپارښتنه کړې ده.
پښتو د یوې ژبې په توګه د لسګونه میلیونه خلکو مورنۍ ژبه ده،چي د هندو اروپايي ژبو د کورنۍ سره تړاو لري،چې تاریخ یې زرګونه کلونو ته رسیږي. دغه ژبه د دري تر څنګ د افغانستان ملي او لومړنۍ رسمې ژبه ده. په ټوله نړۍ کښي دهغو وګړو شمېر چي پښتو يې مورنۍ ژبه ده، څه باندي 60 مليونه اټکل کيږي. پدغو وګړو کښي يوازي 18 مليونه په افغانستان کښي او 21 مليونه په پاکستان کښي ژوندکوي. په هندوستان کښي د پښتنو شمېر 24 مليونه اټکل شوی په کومو کښي چي زياتو خپله ژبه د لاسه ورکړې.
پښتو ژبه تش خبرې نه دي بلکې د زرګونه کلونو په تاریخي یون (سفر ) کې یې لکه د نړۍ له نورو هغو سره په همځولي عمر کې له ګرامري پلوه یو معیاري جوړښت اخیستی دی.
په دې ژبه کې د پښتون ملت ټول کلتوري، اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، مذهبي کړه وړه، دودونه، خوی بوی، ناسته پاسته، جرګې او مرکې، ادبي هلې ځلې شعر و شاعري، لنډۍ یا ټپې، سروکي، کاکړۍ غاړې، انګۍ، چاربېتې، متلونه، لنډې کیسې په نثري او شفاهي بڼه خوندي دي او لا هم خوندي کېږي.
دا د یو داسې ملت ژبه ده چې پر پراخه سینه یې د ګندهارا تهذیب څلي لا هم ټومبلي پاته دي، په بامیانو کې د بدها ستره مجمسمه یې د لرغونتوب ګواهي ورکوي.
د لربر پښتون افغان وطن د ساکاني، کوشاني او باختري مدنیتونو لرغوني آثار دا ښيي چې دغه وګړو پر لرغونې ورېښمنې لارې له چینه تر هنده، له منځني ختیځه تر اروپا سوداګري کړې.
د دې لپاره چې پښتو د یوي ژبې په توګه پرمختګ وکړي باید څه وکړو؟
دغه پوښتنې ته په لنډ ډول داسې ځواب وایو:
د هري ژبې د پرمختګ لپاره په هر ټولنه کې جلا جلا حل لارې موجودې وي، دلته له ځینو هغه لارو چارو یادونه کوو چې په مټ یې کولای شو د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره کار واخلو:
لومړی: د ژبنې پرمختگ اړخونه اړین دي چی وپیژندل شي،او وروسته د دې اړخونو پرمخ پراته ، سیاسي اقتصادي ټولنیز او نور خنڊونه تشخیص او د له مینځه وڔلو لارې چارې یې وضع شي.
دوهم: هغه پښتنې محلي لهجې چې د معیاري لیک دود او خبرو پر ځای کارول کیږی په دوهمه یا فرعي کټگورۍ کې ځای پر ځای شي دا لومړیتوبونه یواځې د معیاري ژبې (کتابې ژبې) حق دی په همدې دي پښتانه راټول او متحد شي.
دریم: پښتو دې د کاروبار او اقتصاد ژبه شي.
څلورم: پښتو دې د سیاست،کلتور او ټکنالوژۍ ژبه شي.
پنځم: پښتو دې د دربار او درباري پښتنو افرادو د لوستلو او لیکلو ژبه شي.
شپږم: په پښتو ژبه دې پښتنو ته د زده کڔو زمینه او نصاب برابر شې.
اووم: ټول پښتانه دې پښتو غــــــږیدا او لیکلو ته لومڔیتوب ورکڔي.
اتم:د پښتنو له هر مسلک سره تړلي خلک لکه ډاکټران، انجېنېران، فیزک پوهان،کیمیادانان،اقتصاد پوهان، ټولنپوهان، سیاستوالان، خبریالان، ځمکپوهان، سوداګران، کرهڼپوهان، ژبپوهان...،لنډه دا چې که هر څوک د خپل مسلک یو کتاب هم پښتو ته واړوي نو په دې سره به پښتو د نړۍ له نورو ژبو سره د سیالۍ جوګه کېدو ته جوړه شي.
دا هغه کارونه دي، چې له دې پړاونو کله موږ او تاسې تېر شو، بیا نو هله موږ ته پکار ده، چې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه بحث وکړو ژبه ساتلو ته اړتیا لري او یوازې په ورځو لمانځلو او بې ځایه شعارونو ژبه نه ساتل کېږي او دا کار هله کېدای شي، چې ژبه په ریښتینې ډول مورنۍ وګڼل شې او د مور په څیر یې صادقانه خدمت وشي.
وروستي